IQNA

 انتخابات د ټولو مشکلاتو حل او د ملی وحدت  ساتل دي

15:42 - February 18, 2024
د خبر لمبر: 3488739
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټولو چارو د اصلاح او مشکلاتو د حل لارې په توګه د ملی وحدت  او د  کب د میاشتې په یولسمه کیدونکو عمومي انتخاباتو پر اهمیّت په ټينګار سره، ټول  په دغې مهمې ملی پيښې کې  ولولناک شتون ته وبلل.

ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا د انتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍد خبرګانو د شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ د کب د میاشتې په یولسمه  نیټه په   جمعې ورخې  په درست ایران کې  په یو وخت ترسره کیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د آذربایجان شرقي  ولایت د زرګونو خلکو په ټول کې استکباري جبهه،بې شکه د ایران د انتخاباتو مخالفه وبلله او وې وئيل؛انتخابات د اسلامی جمهوری نظام  مظهر دي او په همدې علت ده چې مستکبران او امریکا چې هم له جمهوریت سره او هم د نظام اسلامیّت سره مخالف دي ، په عمومی انتخاباتو کې د راي په صندقونو کې د خلکو  له ولولناک شتون او او  انتخاباتو سره مخالف دي .

دوي همدنرااز په تیرو انتخاباتو کې د  ګډون د نه کولو لپاره د ایران له ولسه دامریکا د یوه پخواني ولسمشر غوښتې ته په اشارې سره  وفرمائيل؛  هغه  و لسمشر  په ناخوښه توګه دایران له ولس سره مرسته و کړه ،ځکه ولس له هغه سره د مخالفت او  ځِل په وجه  له همیشه څخه په لاپرتمین او لازیات  شمیر سره په انتخاباتو کې ګډون وکړ،په همدې علت  امریکایان نوره دغه شان خبرې نه کوي، خو  په مختلفو رودو سره  له انتخاباتو څخه د خلکو په لیرې کولو او نهیلي کولو پسې دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود، انتخابات د اسلامی جمهوری نظام یو اصلی رکن او د هیواد د اصلاح لاره وبلله او وې وئيل،ټول باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي،هغه کسان هم چې په ترمیم او د  مشکلاتو به حل پسې دي،د هغوي حل لاره انتخابات دي او باید  انتخاباتو ته مخه کړي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ،هغه کسان هم چې  دانتخاباتو ډګر ته واردشوي دي،په انتخاباتي کمپاین او ټولنیزو  چینلونو کې دې له بداخلاقۍ بد زبانئ او سپکاویو او د نورو تورنولوڅخه او همداراز د  لکو د نظر د جلبولو لپاره  د حقیقت خلاف او د دروغ مطلونو  له بیانولو ډډه  وکړي،ځکه چې دغه کارونه به د اعتماد دسلبیدا سبب شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  له مسئولانو څخه د یوې همیشنۍ غوښتې په توګه د انتخاباتو  پیاوړتیا او سلامتیا او شفافیّت پر رعایَتولو باندې په ټينګار سره ووئیل،البته  په دغو تیرو څو لسیزو کې ، هیڅکله هم انتخاباتي خلاف ورزي د دښمن د ادعا وړ په معنا نه ده لیدل شوې او د هغوی دغه ډنډورې بې اساسه دي، په هغو موردونو کې هم چې ځيني ادعاګانې ئې مطرح کړي دي ، له ارزونې او څیړنې وروسته ځیني خلاف ورزئ مشخصه شوي،خو هیڅکله دغو تخلفاتو په کلی نتیجو کې هیڅ بدلون نه دی رامینځةکړی او په هیواد کې انتخابات همیشه سم،سالم او شفاف ترسره شوي دي .د اسلامی انقلاب معظم لارښود،د ایران د ملت اتحاد د اسلامی انقلاب د بریالریتوب او  دوام  راز وبالۀ او ټينګار ئې وکړ،سیاسی او سلیقه اي اختلافات باید ددښمنانو په مقابل کې د ایران په ملی وحدت کې  اغیزې ونه شیدي.

دوي د پیښو،دسیسو او فتنو په طوفان کې پخپل ۴۵کلن برکتناک عمر کې د اسلامی انقلاب لا پياوړتیا او ودې ته په اشارې سره  وفرمائيل؛ د ملت او نظام په معنا اسلامی انقلاب،له سختو او  مشکلو لارو او خنډونو څخه په تیریدا سره ،لا پیاوړی، قدرتمن،لرلید لرونکی او  اغیزشیندونکی  شوی او اوس باید د اصلی دندو او په موقعې  په درک سره،په موقعې ورباندې عمل وشي. د اسلامی انقلاب ستر لارښودځان ته کتنه او دښمن ته کتنه،د ټولو دوې اساسي دندې وبللې او وې وئيل، باید له ځانه او دښمن څخه سمه ارزونې ولرل شي او له دغې دندې غفلت او لټي  ستره مصیبت او بلا ده .

https://iqna.ir/fa/news/4200439

captcha